IQNA

په مینځي خنیځ کې د تاؤتریخوالي په کمولو د ملګروملتو یو ځل بیا ټينګار

8:45 - April 21, 2024
د خبر لمبر: 3489079
ایکنا – د ملګروملتو  دسرمنشي د ویندوي مرستیال  په مینځني  ختیځ کې  د تاؤتریخوالي د کمیدا په ضرورت په ټينګار سره  روښانه کړه ، ملګري ملتونه  د  ټولو غچ اخستونوکو  اقداماتو ددریدا غوښته کوي او له  درستو خواؤ غواړي چې له زغمه دې کار واخلي.

په مینځي خنیځ کې د تاؤتریخوالي په کمولو د ملګروملتو یو  ځل بیا ټينګار

ایکنانیوز د فلسطین د سما خبری آژانس له قوله راپور راکړ،فرحان حق د ملګروملتو د سمنشي آنتونیو ګوتریش په نیابت  ووئيل، مونږ غچ اخستونکي اقدامات ردوو او د مینځني ختیځ هیوادونو ته د تاؤتریخوالی د زیاتیدا د نتیجو پّ باب  خبرداری ورکوو.

 د ملګروملتو د ویندوي مرستیال  ووئيل، د ملګروملتو سرمنشي  د تاؤتریخوالو حل لاره د لورو ترمینځ (اسرائيل او فلسطین) په خبرواترو او ددواړو هیوادونو   د حل لارې پۍه باب په بحث کې ویني.

د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال ویندوي  د ټولو غچ اخستوننکو اقداماتو د دریدا غوښتنه وکړه او له ټولو خواؤ غواړي چې له زغمه دې کار واخلی ،ټينګار کوي،په غزې کې انساني غمیزه بې مخینې ده ، او مونږ  د فلسطینیانو لپاره د لازیاتو  مرستو دلیږد غوښتونکي یوو.  

 هغه زیاته کړې ، د مرستو د واریدیدا په زمینې کې هیڅ پرمختګ نشته او  غزې شمال ته د مرستو د لیږد لپاره لازیاتې ملګرتیا ته اړتیا لرو. فرحان حق په غزې کې د اور بند په ضرورت پّ ټينګار سره  دغزې بې څوکه  خلکو ته د مرستو د لیږد او رسولو  د لارې په سر د ټولو خنډونو د لیریکولو غوښته وکړه.

دغزې تړانګې جنګ په داسې حال کې یو سل  اوه نویمې ورځې ته رسیدلی چې  تر دې دم ه د اسرائيل وپه وحشي ډوله جنایتونو کې څه دپاسه ۳۴زره فلسطینیان شهیدان شوي  او  د اور بند هیڅ نښه نښانه هم نه ښکاري.

د صهونیسټ رژيم پوځ  په غزې تړانګې او نورو  شمالی او جنوبی برخو پراخو حملو ته دوام ورکوي او هره ورځ په دغو جنایتونو او حملو کې په لسګونو کسان شهیدان او ټپیان کیږي.

په راپور کې وئيل شوي دي په دغو جنایتونو کې تروروستیو پورې دتپیانو شمیر هم کابو ۷۷زره کسانو ته رسیدلی  چې  د زیاتره قربانیان ئې ماشومان او ښځې دي چې په هغو کې  کابو ۱۴ زره ماشومان  او ۱۰ښځې شهیدانې شوي او دغه راز په ټپیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان ترسترګو کیږي.  

https://iqna.ir/fa/news/4211347

 

captcha