IQNA

د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د شهید امام د جنازې لمونځ ادا شو،په مشهد کې دبدرګې دستورې مازدیګر ترسره کیږي

ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.

په کربلا کې د عاشورا یوځل بیا ځلا؛د اسلامي امت د شهید رهبر د جنازې بې‌ساری بدرګه

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بې‌سارې تاریخي صحنه ده...

قالیباف امریکائی مشرانو ته خبرداری ورکړ؛که یرغل وکړئ نو سخت ګوزار به وخورئ

ایکنا- محمد باقر قالیباف د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ له دړکو ډکو څرګندونو په  ځواب کې  پخپل دغه وروستي ټویټ کې لیکلي دي،که کومه تیرتونه وکړئ او یرغل وکړئ ،نو پوهه شئ چې ډیر دروند ګوزار به وخورئ او تیر...

 د «محفل» پروګرام لپاره د قرآني  اهدافو د معرفي کولو بلنه خپره شوه

ایکنا- د ټیلیویژني «محفل» نومې پروګرام د قرآن کریم له استادانو، فعالانو او د قرآني چارو له مینه‌والو څخه غوښتنه کړې چې هغه ځانګړي او الهام‌بخښونکي اشخاص، کورنۍ او ډلې ور وپېژني او ور معرفي ئې کړي چې د...
ځانګړي خبرونه
په امام علی(ع)حرم کې د شهید رهبر د طواف او جنازې لمونځ د میلیونونو مینه والو په شتون کې ترسره شو.

په امام علی(ع)حرم کې د شهید رهبر د طواف او جنازې لمونځ د میلیونونو مینه والو په شتون کې ترسره شو.

ایکنا-  په  نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
Jul 08 2026 , 15:32
د شهیدانو د جنازې دستورې د علمدار کربلا  په سپيڅلي حرم کې ترسره شوې

د شهیدانو د جنازې دستورې د علمدار کربلا  په سپيڅلي حرم کې ترسره شوې

ایکنا-  د ایران د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د کورنئ د شهیدانو   دجنازو دستورې  د حضرت عباس علمدار علیه السلام په سپيڅلي حرم او بین الحرمیّن کې د لکونو  غمجنو او ویرجنو  مینه والو په شتون کې  په یوې ولولناکې او ویرجنې فضا کې ترسره شوې.
Jul 08 2026 , 15:43
په تهران،قم،نجف او کربلا کې د شهید رهبر د جنازې  مراسم؛ پیغامونه او کړن لارې(مقابله)

په تهران،قم،نجف او کربلا کې د شهید رهبر د جنازې مراسم؛ پیغامونه او کړن لارې(مقابله)

ایکنا- د میلیونونو خلکو د  ګډون یو  مهم  پیغام دا دی، چې د ایران  وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت  او اتحاد  او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه...
Jul 08 2026 , 16:44
  شهید رهبر د حضرت امام حسین(ع) په پله َپل کیښود

  شهید رهبر د حضرت امام حسین(ع) په پله َپل کیښود

ایکنا- د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ  د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل  شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
Jul 08 2026 , 17:01
په عراق کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د دستورو د یوه پُستي ټکټ مخ کتنه

په عراق کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د دستورو د یوه پُستي ټکټ مخ کتنه

ایکنا-  دعراق د ارتباطاتو وزیر  په دغه هیواد کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د میلیوني تشیع  د دستورو  په مناسبت د هغه بزرګوار د درنښت او یاد او خاطرې په  خاطرد یوه پُستي ټکټ یا تمبر  مخ کتنه وکړه.
Jul 08 2026 , 16:56
د شهید رهبر او د هغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ په جمکران جومات کې
د آیت الله جوادآملی په امامت!

د شهید رهبر او د هغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ په جمکران جومات کې

ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خمیني او دهغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار په جمکران جومات کې د آیت الله العظمی جوادي آملي په امامت او  میلیونونو ویرجنو مینه والو په شتون سره  ادا شو.
Jul 07 2026 , 14:12
مونږ داغدار او ویرجن یوو،خو مقاومت  کوو

مونږ داغدار او ویرجن یوو،خو مقاومت  کوو

ایکنا- د تهران د امام خمیني مصلی یا عیدګاه، د  هغو زړونو زیږنځای شو چې د ایران له شهید رهبر سره  د الوداع لپاره سره غو نډ شوي وو،  بوډاګان، ځوانان، ښځې او ماشومان د هیواد له ګوټ ګوټه مصلی ته رارسیدلي څو  په اوښکو تویونکو سترګ او له غمجنو زړونو  سره  له هغه پلار  سره چې  ترکلونو پورې  ددغه ملت تکیه ګاه ؤ ، خداي په آماني او ورسره  د زړه خوله وکړي.
Jul 07 2026 , 14:22
 د آیت الله سیستاني د مشر زوي د رهبرۍ دفتر ته لیږل شوی پیغام

 د آیت الله سیستاني د مشر زوي د رهبرۍ دفتر ته لیږل شوی پیغام

ایکنا- د ستر دینی مرجع آيت الله العظمی سید علی سیستاني مشر زوي آیت الله سید محمد رضا سیستاني  داسلامی انقلاب د معظم لارښود دفتر ته د خطاب په یوه پيغام کې د شهید رهبر پر جسد د  جنازې دلمانځه  د ترسره کولو  اهمیّت ته په اشارې سره ، د آیت الله سیستاني د سلامتیا او د بدني وضعیّت او محدودیَتونه ددغه لمانځه د نه ترسره کیدا علت وباله.
Jul 07 2026 , 15:43
د ایران د اهل سنتو دینی عالم: د اسلامی انقلاب شهید رهبر د اسلامي امت د یووالي چورلیز ؤ

د ایران د اهل سنتو دینی عالم: د اسلامی انقلاب شهید رهبر د اسلامي امت د یووالي چورلیز ؤ

ایکنا – د ایران د کرمانشاه ولایت د پاوه ولسوالۍ د اهل سنتو د جمعې امام وویل چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر د اسلامي نړۍ له اغېزشیندونکو  شخصیتونو، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او د هغه قرآني او یووالي رامنځته کوونکو افکارو د مقاومت، د اسلامي امت د یووالي او د اسلامي ایران د عزت په پیاوړتیا کې تلپاتې رول درلود.
Jul 06 2026 , 06:51
سي‌اېن‌اېن: تهران د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره تیار شوی

سي‌اېن‌اېن: تهران د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره تیار شوی

ایکنا- یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
Jul 06 2026 , 06:59
د نړئ  د ترټولو ستر رهبر د ولولناکې او حماسه پنځونکي جنازې دستورې (مقاله)

د نړئ  د ترټولو ستر رهبر د ولولناکې او حماسه پنځونکي جنازې دستورې (مقاله)

له څو ورځو راهیسې د ایران د تهران  ښار فضا بدله شوې ده. داسې ښکاري چې تهران د تل په پرتله په ډېرآرامښت کې ساه اخلي،البته  له دروند غم سره، د خپل اتل او شجاع شهید رهبر له پاک جسد سره د خداي په آمانئ شیبې په رارسیدا  دي. 
Jul 04 2026 , 12:23
  په تهران کې د شهید رهبر د جنازې لمونځ او د میلیوني ولس ویر او ماتم او بدرګې وروستئ ورځ

  په تهران کې د شهید رهبر د جنازې لمونځ او د میلیوني ولس ویر او ماتم او بدرګې وروستئ ورځ

ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  سره د الوداع او خداي په امانئ دستورې او دغه راز د  هغه بزرګوار او د هغه د کورنئ  د شهیدانو د  جنازې د لمانځه دستورې ترسره شوې.
Jul 06 2026 , 05:43