ایکنا د سټریټ ټایمز له قوله راپور راکړ، د سنګاپور ولسمشرې حلیمه یعقوب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ددغه هیواد مسلمان ملایشیائي ټولنې دتیرې یوې لسیزې په نسبت د کورنۍ په عایداتو کې او دغه راز په تعلیم :ې اوڅاره پرمختګ کړی دی.
میرمن حلیمه یعقوب په خپلې وینا کې ، د مسلمانې ټولنې دقوت د ټکو دفعالیت لپاره ددغې ټولنې توانمنۍ وستایلې او دا ئې وهڅول چې د ډله ایز پرمختګ لپاره ئې دیوه بل خیال وساتي .
هغې ووئيل، هماغه شان چې دخپل ځان لپاره لا ښه مقام غواړو ،راشئ دخدمت دغې روحیې ته دوام ورړو او د ټولنې له خلکو سره مرسته وکړو،څو خپلو خوبونو ته ورسیږي.
په دغه سیمنار کې کابو دوه سوه متخصصانو او مشرانو ګډون وکړ،څو د ټولنې د پرمختګ لپاره دنوو آئيډیاؤ په باب بحث وکړي. ددغه سمینار کوربتوب د سنګاپور د کورنۍ او اجتماعي چارو وزیر ماساګوس زولکیفلي چې همداراز د مسلمانانو د چارو مسئول وزیر هم دی ، په غاړه درلود.
د سنګاپور ولسمشرې میرمن حلیمه یعقوب دغه راز ووئيل، سږکال ټولنې خپلو ځوانانو ته سترګې نیولي دي څو ددغې پیښې ځيني برخې مهمې او هراړخیزې شی . هغې پر ځوانانو غږ وکړ څو پخپلې خوښې دې د عام المنفعه خدماتو کې ګډون وکړي.
هغې هماراز دټولنې لپاره په ښو نوښتونو کې د ځوانانو د ګډون او د هیواد په پراختیا کې د کورنۍ د رول اهمیّت ته د پام او توجه غوښتنه هم وکړه.
سنګاپور د جنوب ختیځې آسیا یو هیواد دی . اسلام د جوهور او ملاکا ټاپوګانو د ملایشیاوالو له لارې دغه ټاټوبی ته وارد شوی دی.د عربانو،هندیانو اوایرنیانو مهاجرتونه په دغه هیواد کې د اتلسمې پيړۍ په لومړنیو کې د اسلام د پراختیا سبب شوی دي.
د سنګاپور حکومت سیکولر دی او اسلام د دغه هیواد یو رسمي دین حسابیږي. د پی اي ډپلیو څيړنیز مرکز د راپور په اساس په 2010 کال کې د مسلمانانو آبادي اوه لکه شل زره نفوسه وه.