ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په غونډه کې ویلی، چې په سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې ثبات اړین دی.
هغه زیاته کړې ده چي توقع نه دي پوره شوي، خو د یوه سخت بشري ناورین او د اقتصادي سقوط د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان سره د مرستو دوام ضروري ده.
شریف د شانګهای غونډې ته په وینا کې وویل، نړیواله ټولنه باید د طالبانو له واکمنې کابینې سره “بامعنی تعامل” وکړي.
هغه همدا راز له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې ترورېزم ګټه اخیستو ته پرې نه ږدي او په دې اړه مشخص اقدامات وکړي.