IQNA

په قرآن کریم کې جذباتی او احساساتی نظم

16:33 - April 17, 2024
د خبر لمبر: 3489063
ایکنا – قرآنی تعلیمات د احساساتو په زمینې کې د بیلګه وړاندې کولو او په لورنیونې سره ، د احساساتو او جذباتو  دمنظمونې سبب کیږي او  په مختلفو بڼو سره په مختلفو موقعیّتونو کې پر احساساتي اغیزمنلو لاره بندوي .

ایکنانیوز -  نظم او منظم شونه  د انسان د چارو پّه پرمخ بیولو کې ډير برکتونه لري او په ډیرو اړخونو او پيښو کې اغیزشیندونکي کیدلی شی، په احساساتو او جذباتو حوزې کې نظم او انضباط  په حقیقت کې په سنجول شوو او  کنټرول شوؤ احساسات نظر لري. هغه څوک چې جذباتي نظم لری ، ځان د هغو په اساس  له ناسنجول شوي عمل او جذباتی طوفانه خوندي ساتي ، هماغه شان چې یو مسلمان وګړی  هم خپل احساس او جذبات د اصولو او ضوابطو په اساس  منظم کوي او د جذباتو  او احساساتو په رابرسیره  کیدا کې حدود رعایتوي.

 د احساساتو او جذباتو  په ندازه  او د سم څرګندونې لپاره  دترټولو غوره او ښې لارې په توګه احساساتی نظم ، د انسان  ورځنیو اجتماعي  فعالیتونو دمنظمونې  ،  داحساساتو  او جذباتو د سموَنې او په نهایت کې  د عملونو  په منظمونې سبب کیږی. احساساتي انضباط او نظم  وګړی ددې جوګه کوي  چې وتوانیږي   خپل کاذب  کششتونه  او امیدونه او هیلې  کنټرول کړی  او اجازت ورنکړي ناڅاپي احساسات هغه هدایت  او کنټرول کړي ، بلکې په هر حال کې ئې عاقلانه  چلند ولرل شي.

قرآني تعلیمات  د جذباتو او احساساتو  په لور نیونې سره  او  د ډاډمن او بشپړ بیلګې  په وړاندې کولو سره ، د احساساتو او جذباتو دمنظمونې سبب کیږي او  په مختفو شکلونو  سره په مختلفو موقعیّتونو کې  د  احساساتي شیبو د منلو  لاره بندوي . دغه زده کړې اوتعلیمات په بشپړډول یو منظم جوړښت لري او  په روښانه ډول  د پام وړ آیتونه  په یوه کارنده  بیلګې کې سره غونډولی  او جمع بندي ئې وړاندې کولی شي.

پر چارو د  خداوندمتعال  د پوهیدا او مسلط کیدا،دخداي تعالی دارادې د حکومت، دخداي د مرستې ،  دخداي په غوښتې  د غم او کړاؤ زوال ، دخدای په لور د بیرته ستنیدا او همداراز  د ایمان په سیوري کې برلاسه کیدا او د دنیا د زر تیریدا په څير  دنړۍ پيژندونکي  اصولو په څير  باؤرونه  سبب کیږي، د هغه ډير زیاتې ویرې یا حرص اوشوق په څيرد  انسان ډير احساسات، چې  د  هغه په  چلند کې د بې نظمۍ،ځنډ او بیړې سبب کیږي، کنټرول شي.

 د الهي دستوراتو او فرمانونو پیروي کول، په الهی فضل سره  خوښي او د رجاء او ویرې له پلوه لمنځ او له خلکو څخه د نه ویریدا او د شیطان له پیروئ ډډه کول د جذباتي او احساساتي منظمونکو مقدماتو برخه دی.د خدای په درګاه کې د فریاد کولو ،بخښلو،د  هغې غوسې او بې وسۍ څخه د ډده کولوپه څيرد اسلام نور دستورات او فرمانونه چې د صبر لازمې دي ، دعواملو برخه حسابیږی. د احساساتو په منظمونې او لورنیونې سره د قرآنی سنت په اساس عمل،په مختلفو موقعیّتونو کې په احسساساتي  اغیزو باندې  لاره بندوی او انسان له احساساتي طوفانه لیرې عقلاني ژوند ته  او په نهایت کې د پاک او سوچه ژوند  ته هدایتوي.

captcha