IQNA

اسلامی امت دې د اختر په خوشالیانو اودعاګانو کې د فلسطین مبارز او مظلوم ملت نه هیروي

6:37 - April 10, 2024
د خبر لمبر: 3489029
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت  دنړیوالې ټولنې  عمومی منشي  په عین حال کې  روښانه کړې ده ،  چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  دمسلمانانو  په نسل وژنې کې د  وحشي صهیونیسټي رژيم د  څاروي ډوله  جنایتونو او  اقداماتو په تریخوالي سره  یوځاي  شوی دی ، چې په نهایت کې  به د فلسطین دمظلوم  ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره  انجام ته ورسیږي.

ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ، د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې  ټولنې عمومی منشي د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت په پیغام کې  ووئیل، د نیکمرغه اختر په برکت سره به ، د فلسطین د  مظلوم ملت غمیزې  او کړاؤنه ، د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره  دوه چنده شي.

  د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري په عبودیّت  او د نفس  په تهذیب کې د توفیق د اختر په مناسبت  پخپل دغه پیغام کې د نړۍ درستو مسلمانانو ته مبارکي ووئيله.شهریاري وئیلي دي ، اسلامي امت  د  روژې په مبارکې میاشتې کې د ارادې په پياوړتیا سره د پروردګار  د رضا په لور او دقرب الهي او قرآن په سیوري کې  ګام پورته کړی او د نیکمرغه اختر په ورځ مسلمانان د یوه بل ترحنګ  په لمانځه دریږي او د متعال خداي  په ذکر سره  سره  خپل  روح  او باطن  ته تاندوالی بخښي.

د اسلامي مذهبونو د نزدیکت  دنړیوالې ټولنې  عمومی منشي  په عین حال کې  روښانه کړې ده ،  چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  دمسلمانانو  په نسل وژنې کې د  وحشي صهیونیسټي رژيم د  څاروي ډوله  جنایتونو او  اقداماتو په تریخوالي سره  یوځاي  شوی دی ، چې په نهایت کې  به د فلسطین دمظلوم  ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره  انجام ته ورسیږي.

https://farsi.iranpress.com/

captcha