IQNA

په اردن کې د ښاغلو ځانګړی قرآني نړیوال نندارتون پرانیستل شو

14:31 - April 01, 2024
د خبر لمبر: 3488978
ایکنا-د سړیو لپاره مخصوص د اردن د قرآڼ د نړیوالو سیالیو یو دیرشم پړاؤ پرانیستونکي دستورې پرون ددغه هیواد په پلازمینې امان کې ترسره شوې.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د اردن د اسلامی امورو او مقدساتو وزیر محمد الخلایله په دغو دستورو کې په خپلې وینا کې  ووئيل، د اردن دقرآن کریم الهاشمي نړیوالو سیالیو په یو دیرشم پړاؤ کې د ۴۸ هیوادونو ۴۹سیالي کونکي قاریان او حافظان  ګډون کوي چې د قرآن کریم د حفظ اوتلاؤت په برخو کې سره سیالۍ کوي.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه قرآني پيښه د وحي  کلام  او تلاؤت ته  داردن د خلکو او حکومت د لیوالتیا او ددغه آسماني کتاب  یادونې او زده کړې  ته د توجه ښودنه کوي، هیله وښودله چې دغه سیالۍ  د اسلامی نړۍ  او د غزې د اوسیدونکو  لپاره یو ښه پیل شي.

محمد الخلایله په دوام کې ددغو سیالیو د ترسره کیدا موخه ،د یوه سم کړچار په توګه  په ژوند کې د وحي د کلام د ارزښتونو او فضیلتونو سسټماټيک کول او دقرآني فرهګ خوریدا وبلله.

د اردن د اوقافو وزیر  په پاي کې  هغو شرائطو ته په اشارې سره چې  اسلامی امت په تیره بیا دغزې تړانګې مظلوم خلک ورسره  مخامخ دي ، ټينګار وکړ، د اردن حکومت او ولس په ټول توان سره د فلسطین د ملت ترڅنګ ولاړ دي  او غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ د مرستو در سولو او ددغې سیمې د اوسیدونکو د ترینګلتیاؤ او ظلمونو دختمولو او د فلسطین د آئيډئيل د ساتلو  لپاره هڅه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4207915

 

captcha