IQNA

حسنی الحلو وائي؛

د ؛محفل؛ د دوهم پړاؤ موضوع زه شوکه کړم

11:21 - March 11, 2024
د خبر لمبر: 3488859
ایکنا- د ؛محفل؛ ټيلیويژني پروګرام  دعراق ځانګړي کارپوه چې د روژې په مبارکې میاشتې کې ئې له دریم ټيلیویژنی چینله د  خپریدا شاهدان یوو، دې ته په اشارې سره چې  ددغه پروګرام د ریکارډ کولو په پیل کې اندیښمن وم چې  بلل شوي کسان، ممکنه ده د مخاطب لپاره څه خاص جذابیّت ونه لري ، ووئيل،  په دوهم سپرکې کې له ځينو جالبو موضوعګانو او مضمونونو  اود هغو په لیدو سره شوکه شوم.

د روژې په مبارکې میاشتې کې د ؛محفل؛ نومې پروګرام  دوهم سپرکې،له روژماتې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت له دریم ټيلیویژني چینل څځه  خپریږي، داسې پروګرام چې دقرآن په چورلیزتوب او د هغو قاریان،حافظانو او قرآني فعالانو په بللو سره چې دخپل فعالیت په حوزې کې ئې نوښټونه کړي،ترڅو دقیقو پورې د خدای د میلمستیه په میاشت کې د روژتیانو وختونه  نوره هم غني کوي.

برنامه محفل

 ددغه پروګرام د لومړني سپرکي اوڅاره بریالیتوب چې په تیر رمضان کې خپور شو،؛محفل؛ پروګرام ئې د قرآن کریم په چورلیزتوب سره د یوه مناسبتي پروګرام جوړونې او د دیني او معرفتی بحثونو د مطرح کونې په حوزې کې په یوه سټینډرډ پروګرام بدل کړی دی، دغه پروګرام تر یوه حده د بهرنیو پروګرامونو او او نمونو او فارمونو اوچوکاټونو سره ،د ایرانیو کورنیو  لپاره یو ملموس محتوائي انداز څخه برخمن دی او د روژتیانو لپاره  دمیلمه بالنې له مناسباتوڅخه یوه  اغیز شیندونکي فضا لري،یوه داسې مؤلفه چې د ایراني او اسلامی ژوند سټایل سره ډير نزدیکت لري.

حسنین الحلو قاری عراقی

ددغه پروګرام په زاید الوصف جذابیّت کې یو اغیز شیندونکی عامل،د قرآني کارپوهانو په تیره بیا د بهرنیو کارپوهانو  او په تیره بیا  د دوو بهرنیو کسانو شتون دی،چې یو د عراق حسنین الحلو او بل هم د سورې رضوان درویش دی.

ایکنانیوز  په دې اړه د ددغه پروګرام د ریکارډینګ د ترټولو ورستیو شپو ورځو په څنډې کې  د دغه پروګرام له عراقي کارپوه  حسنین الحِلو سره  خصوصي خبرې کړي  چې ځيني برخې ئې ستاسو په خدمت کې هم وړاندې کوو.

ایکنانیوز د له ښاغلی الحِلو څخه د  د محفل د لومړي سپرکي د تولید اوخپریدا په باب  پوښتنه و کړه  او ورڅخه ئې وپوښتل آیا په دوهم سپرکې کې  تاسو دغه اندیښنه نه درلود چې  د مخاطب لپاره به د هماغه لومړنی سپرکې په څير  اغیز ولرل شئ.؟نو حسنین الحِلو  ددغې پوښتنې په  ځواب کې  ووئیل، هو! اوس  زه د همدغه نیّت د تحقق لپاره ، چې  د لومړی سپرکي کامیابی بیا تکرار شي،ایران ته راغلی یم ،ټول ټيم  هڅه کړې ده چې د محفل نومې پروګرام دوهم سپرکی د مخاطبانو لپاره څو برابر زیات جذابیّت ولرل شي،او که  په تیر کال کې ددغه پروګرام  د کتونکو اندازه په ایران کې دیرش میلیون کسان او له ایرانه په بهر کې څوبرابره زیاته وه،دغه شمیر څوچنده زیات شي او د قرآن کریم په چورلیزتوب سره پر مخاطبانو لازیاتې اغیزې وشیندي.

حسنین الحِلو په دوام کې ووئيل، د لومړي سپرکي له تولید او خپریدا ورسوته اندیښمن وم چې ممکنه ده دوهم سپرکی ئې تولید نه شي،او که هم ټاکل شوي وي،تولید شي،نو رغنده او کارنده عوامل غواړي،موضوعګانې او مضمونونه له کوم ځایه تامین کړي.؟ځکه چې د لومړي سپرکي موضوعګانې ډيرې غوره او کم موندونکي وې،خو یوازې دا چې د پروګرام ریکارډينګ پيل شو،نو له داسې میلمنو سره مخ شوو چې د قرآني موضوعګانو په توګه  پروګرام ته بلل شوي وو، زه ئې ډير شوکه کړم ، د دوي شتون او هغه پروګرامونه چې دوي اجرا کړل،بې مخینې وو. هغه که هغه قاریان او حافظان چې قرآن ئې قرائت کړ او که هغه فعالان چې په دغه پروګرام کې ئې  دقرآن په باب خبرې وکړې،یو له بله لا ښه ؤ تردې چې فکرکوم ،د محفل نومې پروګرام دوهم سپرکی  به د لومړي فصل په نسبت  لازیات مخاطبان جذب کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4203707

captcha