د قرآن کریم اوه دیرشمه سوره ؛صافات؛نومیږي. دغه سوره، په یو سل دوه اتیا آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۳سپارې یا جزئې کې واقع ده . صافات چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې ، شپږ پنځوسمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.
صافات د هغو کسانو په معنا ده چې په صف کې دی.وئیل شوي له دې مقصد،دلمونځ ګوزار مومنان یا په صف کې فرښتې دي.صافات سوره د په لومړني آیت کې د ؛صافات ؛ د ټکي د شتون په سبب په همدې نومول شوي ده .
دسورې کلی موضوع،د توحید بیان او دخداوندمتعال په باب دمشرکانو د عقایدو ردول دي. په دغې سورې کې دتوحیدپر موضوع دلیلونه راغلي دي.وروسته دتوحید مخالفان ګواښل ضشوي او مومنانو ته ځيری ورکوي؛ بلاخره د هرې یوې ډلې عاقبت بیانیږي.
همداراز ددغې سورې په یوې برخې کې د نوح ،او ابراهیم او اسحاق او موسی او هارون او الیاس او لوط او یونس په څير د ځینو الهي نبیانوتاریخ ته په کوټلی توګه او په عین حال کې په ډير اغیزشیندونکي بڼه کتنه شوې ده ،خو په دې مینځو میان کې دابراهیم نبی او دهغه د ژوند دمختلفو برخو په باب بحث لامفصل بیان شوی دی. په هغو کې د حضرت ابراهیم د خپل زوي په قرباني کولو باندې مامورشوه شامله ده ،که څه هم دغه کیسه په بشپړ ډول بیان شوې نه ده ،په عین حال کې خداي تعالی دا د خپل پیغمبر لپاره یو ښکاره امتحان ګڼي.
یوه بله موضوع چې په دغه قرآن کې ورته اشاره شوې ده.؛آل یاسین ؛دی،ددغه آیت د لوستلو په ډول کې د نظر اختلاف شته دی . ځيني ئې ؛آل یاسین ؛لولي او مقصدئې اهل بیت علیهم السلام ،یعني د پیغمبر اکرم کورنۍ ده.په داسې بڼه کې چې ؛یاسین؛ د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د لقب په توګه یاد شوی دی.خو ځينو نورو ئې ؛الیاسین ؛یا ال یاسین؛ لوستلی دی چې مقصد به ئې ،حضرت الیاس وي