IQNA

په نیواکي تاټوبو مینځ کې په شهادت اغواړو علیاتو ترټولو وروستی غبرګونونه

13:56 - April 09, 2022
د خبر لمبر: 3485653
تهران(ایکنا)- په تل ابیب مینځ کې په شهادت غواړو عملیاتو باندې غبرګونونه هماغ راز دوام لري،د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ددغو عملیاتو په ضدد ترکیې او بحرین په دریځونو سخت نیوکې کړي او د صهونیسټ رژيم مشر  وئيلي ، امنیتي ځواک  دخپلو دندو په ترسره کولو کې ناکام شو دی .

ایکناخبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ دصهیونیسټي دښمن د پوځ لوي درستیزاویو کوخاوی په تل ابیب کې د پنجنشبې په شبه د شهادت غواړو عملیاتوپه باب وائي،ددغه رژیم د ښارګوټو د اوسیدونکو صهیونیسټانو امنیت ګواښل کیږي  او دا وضعیّت به د اوږدې مودې پورې دوام ولري .

کوخاوي زیاته کړه ،امنیتی ځواک له سترې ماتې سره مخامخ شوی،ځکه نه دي توانیدلی صحنه کنټرول کړي ،او د پيښې عامل  په آسانۍ سره له هغ ځايه تللی دی .مونږ له دې مخکې په بسونو کې له سواریدو ویریدو او اوس خو په لاره له تلو هم ویریږو اوممکنه ده د حمله کونکي د مونږ کورونو ته راورسیږي.

له  بل پلوه د حماس غورځنګ ویندوي قاسم حازم المیادین ته په خبرو کې ووئيل،په نیواکي ټاټوبو کې د ترکیې د سفارت او  د کویت د خارجه وزارت په هغو اعتراضونو چې شهادت غواړي عملیات ئې محکوم کړي دي،ډير افسوس کوو .

هغه ټينګار کړی دی،د فلسطین د مظلوم ملت او دهغوي د مقدساتو په ضد  وحشی ډوله صهیونیسټانو تیریګر سیاستونه،په نړۍ کې دترهه ګرۍ او توکمپالنې یو ډول دی .

هغه زیاته کړه،د فلسطین ملت او مقاومت له ځانه او د خپلو مقدساتوددفاع لپاره دا  ، چې هغه حق دی،چې درستو نړیوالو قوانینو او د بشري حقوقو مقرراو او اصولو په رسمیّت پيژندلی دی .

په اسرائيلو کې د ترکیې سفارت د تل ابیب عملیات محکوم کړي  او وئيلي ئې دي ،مونږ په تل ابیب کې ترهه ګره حمله محکوموو، او په وروستیو زیاتیدونکو پيښو اندیښمن یوو، او د اسرائيلي  قربانیانو  کورنیو ته تسلیّت وایو .

همداراز د بحرین خارجه وزارت هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په تل ابیب کې ترهه ګره پيښه د غندولو وړ ده او باید ددغه شان پيښو مخه ونیول شي .

حماس غورځنګ دغه عملیات د فلسطین د ولس ، بیت المقدس  او الاقصی جومات  په ضد د نیواکګرو د جنایتونو زیاتیدا ته سخت طبیعي اوروا ځواب بللی او وئيلي ئې دي ، د ځان ددفاع لپاره به دغه شهادت غواړي عملیات هماغه شان دوام ومومي او هیچا ته د خپلو مقدساتو او حقوقو د چخڼي کولو اجازت نه ورکوو .

https://iqna.ir/fa/news/4047776/%D8%AA%D8%A7

captcha