IQNA

استکبار د ناکراریو له رامینځته کولو پرته بله موخه نه لري

15:39 - October 29, 2021
د خبر لمبر: 3484873
 تهران (ایکنا) -د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ د استکبار نن سبا حرکتونه له ناامنۍ پرته بل هدف نه لري

ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابوترابي فرد نن د جمعې لمانځه په خطبو کښې داعش ترهه ګره ډله یوه تالی څټي استکباري ډله وبلله  او وې ویل استکبار د هیوادونو په تیره بیا د مسلمانانو هیوادونو جایزې ګټې نه تامینوي .

هغه وویل د استکبارنننی حرکت د حضرت امام علي علیه السلام په وخت کښې د معاویه په شان له ناامنۍ پرته بل هدف نلري.

ابوترابي فرد په دې خبرې سره چې اصل په دیني تفکر کښې د حکومت جوړول او د نظام جوړول دي وویل په قران او د پیغمبر په سیرت کښې په سلګونو سندونه د دې ښودنه کوي چې الهي انبیاو او په تیره بیا پیغمبر اکرم حضرت محمدص د سیاسي نظام د جوړولو او د حکومت د جوړولو او د داسې انسان د جوړولو لپاره چې د هغه پاڅون د عدل او د داسې ټولنې لپاره چې د عدل پراساس وي او عادل انسانان تربیت کیږي قدم پورته شوی دی  .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه انبیاو او امامانو د ابدي نیکمرغۍ لپاره د انسان د شتون د زمینې د برابرولو لپاره د سیاسي نظام د جوړولو اقدام وکړ او له علمي او اخلاقي اصولو او له  یوه(۱) کارنده سیاسي نظام پرته د الهي هدفونو د تحقق امکان نشته .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i107540

 

 

captcha