هغه نن د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د ختمیدا په مراسمو کښې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل طالبانو ډله اوس باید اووربند ومني او د کابل له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي .
اشرف غني په دې خبرې سره چې جنګ او ناامنۍ یوازې د خلکو لپاره بدبختۍ، کړاو او درد رامینځته کړی دی وویل جنګ حل لاره نه ده بلکې اتحاد او پیوستون د افغانستان د ټولنې شخړې ختمولای شي .
د افغانستان د سولې د مشورتي لوې جرګې د غونډې مشر عبدالله عبدالله هم وویل د سولې د مشورتي لویې جرګې پریکړه لیک د سولې د خبرو اترو اخري پلمه له مینځه یوړله .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو وغوښتل په هیواد کښې جنګ بند کړي او له موجود فرصت څخه په استفادې سره د سولې خبرې پیل کړي .
تهران راډیو