له المیادین څخه په نقل، د یمن د انصارالله د بندیانو د چارو مشر د یمن د مستعفي حکومت او د صنعاء ترمینځه د بندیانو د تبادل په اړه وویل چې د ۱۰۲۰ بندیانو د تبادل لپاره دوه اړخیزه توافق ترلاسه شوی، خو همداشان د ۴۰۰ بندیانو په سر اخلاف هم شتون لري.
هغه همداشان د یمن فراري او مستعفي حکومت مشر برادر عبدربه منصور هادي د نیولو په اړه وویل: هغه بندیان چې مونږ یي ازادي غواړو د هغې د ازادی وروستو په دویمه مرحله کښې به منصور هادي ازادېږي.
د یمن د بندیانو د چارو د کمیټي مشر د سعودي بندیانو د ازادی لپاره د انصار الله د وړاندیز او د فلسطیني بندیانو په بدل کښې د سعودي بندیانو د ازاری په اړه وویل: د صنعاء یوه ډله د سعودي ډلې سره د فلسطیني بندیانو د ازادی لپاره خبرو ته دوام ورکوي، خو تراوسه هیڅ ځواب نه دی راغلی.
3889433
https://iqna.ir/fa/news/3889433