د ایکنا د راپور له مخې، له اسپوتیک څخه په نقل، د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکايي ځواکونو د یوې وړونکې الوتکې د نسکوریدو په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته د طالبانو ویاند د دغه هیواد په پکتیکا کښې د طالبانو په لاس د یو پوځي هیلي کوپټر د نسکوریدو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله په یو ټویټر پیغام کښې اعلان کړې چې د غزني له پیښې وروسته، نن ماښام د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته نژدې سیمه کې د مزدورو عسکرو چورلکه(هلیکوپتر) رانسکوره او په بشپړه توګه ویجاړه شوه.
د چورلکې(هلیکوپتر) عمله او سپاره عسکر ټول له منځه تللي.
https://iqna.ir/fa/news/3874696