IQNA

د قرآن کریم د سپکاوې په تور به د جاکارتا د والي محاکمه

7:57 - January 05, 2017
د خبر لمبر: 3480343
نړیواله ډله: د باسوکی آهوک تجاهاجا پورناما درېیمه اورېدنې غونډه، د اندونیزیا جاکارتا والي، د شاهدانو سره شتون ادامه لري.
د قرآن کریم د سپکاوې په تور به د جاکارتا د والي محاکمه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « strait Time» نه په نقل، شپږ شاهدانو چې په دې اورېدنې غونډه کې شتون لرلو د اندونیزیا د عالمانو شورا غړې دې چې د اسلامي مدافعینو جبهې له اړخه چلول کېږي او په جاکارتا کې د آهوک بندی کولو لپاره یی په ستره توګه مظاهرې پیل کړې وي.

باسوکی آهوک تجاهاجا پورناما، د چینې توکم او لومړي مسیحی مشر په جاکارتا کې نیم پېړۍ تیره کړي ده، هغه د انتخاباتو په وخت خپل یو تقریر کې ویلې وو چې مخالف یی د سوره مائده ۵۱ آیت نه د هغه خلاف استفاده کوي.

د تقریر خپره شوي ویډیو کې، آهوک په خپل تقریر کې د سوره مائده ۵۱ آیت« اى هغو كسانو چې ايمان يي راوړي دى ( يعنې اى مومنانو) مه نیسئ تاسې يهوديان او نصرانيان دوستان ! ( چې له دوى سره موالات او مودت وكړئ» ته اشارې سره خلکو ته خطاب کې وویل: که تاسو د وېرندوکې کسانو له ناوړه ګټه له خاطره او د قرآن کریم د دغه آیت د نژاد پرستي له مخې که ماله رایه نه را کوي نو بهتر هم دا ده چې ماته رایه را نکړې.

آهوک د اورېدنې لومړۍ غونډه کې ویلې وو: هغه څه چې ما ویلې وو د قرآن د تفسیر په توګه هم نه وو نو بیا له د قرآن کریم او د اسلام یا عالمانو د سپکاوي په توګه، زما خبرې خپل سیاسي رقیبانو لپاره وې چې له دغه خبرو سره یی څي کولې چې خلک ځکه ماله رایه را نکړې ځکه چې زه مسلمان نه یم.

هغه په اورېدنې دویمه غونډه کې چې په ۲۳ اذر باندې پیل شوي وو چې په کې د هغه له سترګو اوښکې هم روانې وې د قرآن د سپکاوې تورې رد کړو او ویلې وو چې د مسلمانانو او د قرآن د سپکاوې اراده هغه نه لرله او د مسؤولیت په وخت کې یی د مسلمانانو ډېر خدمت کړي دي.

د آهوک کیس ادامه لري او نن به به ټي وي باندې نه ښودلې کېږي او یواځې هغه رسنۍ به د دې کیس خپرولو اجازت لري چې له عدالت نه یی د دې اورېدنې غونډې خپرولو اجازت ترلاسه کړې وې.

پولیس اعلان کړې چې ۲۵۰۰ کسان یی د عدالت نه بهر د امنیت ساتلو لپاره ټاکلې دي.

آهوک د جاکارتا د والي انتخاباتو لپاره ولاړ له درې کسانو نه وو چې په راروانه میاشته کې پیل کېږي، د هغه سره مقابله کوونکې د اندونیزیا تېر ولسمشر زوي او د روزنې او زدکړې او کلتور تېر وزیر دي.


captcha