IQNA

د امام خمینی شخصیت

2:01 - June 05, 2015
د خبر لمبر: 3310930
امام خمینی (رح) د خپل سیاسی واک له پیله داسې نو ښتونه رامنځته کړل چې اسلام ورته معیارو، نه ایران او ایرانیان او د همدغې موخې د ترلاسه کولو لپاره خو یې هم ویل چې د فارس خلیج په حقیقت کې د فارسیانو یا ایرانیانو خلیج نه، بلکې د اسلام خلیج دی.


د اسلامی انقلاب د بری لپاره تر انقلاب وړاندې د خلکو انقلابی شعور لومړنی شرط دی، ترڅو خلک په بشپړ شعور د انقلاب تر څنګ و درېږی او د دښمنانو او منافقینو د نفوذ سوری بند کړی او همداراز و پوهېږی چې د استبداد او زور واکی حکومت له ړنګولو وروسته څه ډول نظام جوړوی او آیا د دغه نظام جوړ و لو جوګه کېدای شی او په راتلونکی کې د دغه اسلامی نظام ساتنه ا ویا دفاع هم کولای شی که نه؟.

له انقلاب او بدلون وړاندې د خلکو روزنه له پیغمبری اخلاقو څخه دی او ټولو پیغمبرانو دغه پړاو په امانت، تدبیر، حکمت او عدالت تیر کړی دی ځکه خو امام خمینی هم له همدغو اصولوپه لارویتوب په دې پړاو کې د ژوند ډ ېره برخه هڅې وکړې او د دغو هڅو مثبتې پایلې یې په هماغه پیل او دادی تر داننه په ډاګه لیدلی کېږی چې د هرې ورځې په تېر ېدو لا ټینګېږی او نن ایرانی ټولنې دهغه د لارښوونو له برکته د علم، تخنیک، اقتصاد، صنعت، تولید، زراعت، ښوونی او روز نی، سوداګرۍ، سیاست او ... لوړ پوړ ته ځان رسولی او دښمنان یې دلید لو سترګې نه لری.

امام خمینی (رح) د خپل سیاسی واک له پیله داسې نو ښتونه رامنځته کړل چې اسلام ورته معیارو، نه ایران او ایرانیان او د همدغې موخې د ترلاسه کولو لپاره خو یې هم ویل چې د فارس خلیج په حقیقت کې د فارسیانو یا ایرانیانو خلیج نه، بلکې د اسلام خلیج دی، ځکه د دغه خلیج څلورو لوریوته اسلامی هېوادونه پراته دی، نو دا زموږ مسلمانانو خلیج دی او اسلامی انقلاب د ټولو مسلمانانو له حقونو څخه دفاع کوی او دایوه دینی فریضه ده.

امام خمینی (رح)کله هم د یو پادشاه یا جمهور رئیس یا لیډ رشپ اکټ و نه کړ او تل به یې ټول کارونه د خدای تعالی پیرزوینه او د ایرانیانو د هڅو پایله بلل او تل به یې خپل ملت او مسلمانانو ته همدا سپار ښتنه وه چې که غواړۍ په عزت او و یا ړ ژوند وکړئ، نو په اسلام منګولی ټینګې کړئ د غو نو ښتونو کفر ی نړۍ و لړزوله او د امام خمینی روحانی شخصیت او د شاه د استبداد د کرسۍ پر سر د هغه تورې پګړی او او ږدې ږیری او دهغه له کارنامو څخه دایران د مسلمان ولس ملاتړ، دښمن ته د زغملو نه و، نو د دغې کینې پر بنسټ یی صدام حسین د ایران پر ضد جګړې ته و هڅاوه تر څو په دغه جګړه کې له یوې خوا له امام خمینی څخه د نظام جوړولو فرصت واخلی او بلخوا د سنی او شیعه ا وعرب او عجم د تبعیض پر خپرولو د مسلمانانو تر منځ د نړیوال یووالی د رامنځته کېدلو مخه ډب کړی، ځکه له یوی خوا په ایران کی اسلامی انقلاب بری ته ورسېدلو، بلخوا په افغانستان کې د شوروی دیرغل پروړاندې جهاد پیل شو، چې دغه دوه ګاونډی مسلمان هېوادونه په یو هدف پسې روان شول او د شوروی د یرغل پروړاندې اسلامی هېوادونوله افغانستان څخه ملاتړ اعلان کړ. په دی کار سره د مسلمانانو د نړیوال یووالی خبره مطرح شوه، خو د ایران د نوی بریالی انقلاب پر ضد د صدام حسین جګړی د دغه نړیوال اسلامی یووالی رامنځته کېدلو مخه ډپ کړه، ځکه ډېرو عربی هېوادونو د تعصب پر بنسټ د صدام له جګړې څخه ملا تړ و کړ او د اسلام د واحد شعار پر ځای د عرب او عجم او سنی او شیعه او ... کر غېړنه غریزه مطرح شوه او د اسلام پر ضد د نړیوال کفر هڅه بر یالۍ شوه. د همدغې کر غېړنی غر یزې نښې په کابل کې د نجیب د حکومت له نسکورېدلو وروسته هم په ډاګه شوی _ چې جهادی ګوندونه د شیعه او سنی او بیا د قومی او ژبنی تعصب پر بنسټ یو تر بله سره و نښتل او پری نښودل شول، په یوه قوی مرکزی اداره سره ټول شی او هماغه وشول چی ټولو و لیدل او د تفصیل اړتیایې نشته. هغه یواځی فزیکی سفر کړی او نو م یی تر پخوا هم ژوندی دی او له ایران څخه بهر هم مسلمانان د اسلام د شریک ټکی له مخې هغه په ویاړ یا دوی دماتم غونډې جوړوی. په داسی حال کې چی د هغه پاک روح ته دعا کوو او د تسلیت مراتب وړاندې کوو، ټولونږدې او لرو مسلمانانو ته وړاندیز کوو د هر ډول قومی، ژبنیو، مذهبی، نژادی او ... تو پیرونو پر وړاندې سره یو موټی شی او پری نږدی نړیواله استکباری نقشه د دوی ترمنځ پاتې شی او د اسلام تر شعار لاندی ټول سره ټول شی او په کار سره د امام خمینی (رح) او د اسلام دلارې د مجاهدینو، غازیانو او شهیدانو ارواوې خوشحاله کړی

captcha