د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزارت په ایران کښې د سرطان یا کینسر د درملنې د وړیا کیدو خبر ورکړ.
بهرام عیناللهی پرون د ایران په سمنان ولایت کښې د کوثر روغتون د سرطان د معلومونې او درملنې د جامع مرکز د پرانستې ترڅنګ وویل: ډیر زر به د سرطاني ناروغانو د انالایز د ملي کمپین په اجرا کیدو سره، په دغې ناروغۍ باندې شکمن کسان تر درملیزو تابیاو لاندې راځي.
د ویلو ده چې د تیر کال له لړم میاشتې راهیسې د ایران د روغتیايي بیمې په ارګان کښې «د خاصو او سخت علاجه ناروغیو صندوق» له دغو ناروغانو د ملاتړ په موخه فعال شوی دی.
له تیر کابو یو کال راهیسې، د ۱۰۷ ډوله ناروغیو د درملنې لباره د دغه صندوق له مزایاو د استفادې امکان برابر شوی دی.
د دغه صندوق دنده د بیمه شویو کسانو پر ابتدايي او تکمیلي ژمنو سربیره د نورو لګښتونو ورکول دي.