IQNA

مولوي عبدالکبیر؛ په بهر کې پر ټولوافغانانو غږ کوم ،افغانستان ته دې بیرته راوګرځي او په عزت سره ژوند وکړي

15:41 - April 11, 2024
د خبر لمبر: 3489035
ایکنا - د افغانستان  رئيس الوزرا د دفترسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې د افغانستان مسلمان ملت په پوره خوښۍ او سولې سره اختر لمانځلی.

ایکنا نیوز د آوا  له قوله راپور راکړ،د افغانستان  رئيس الوزرا د دفترسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر   د نیکمرغه کوچني اختر د لمانځه په دستوروکې چې په سپېدار ماڼۍ کې د طالبانو د لوړ پوړو غړو او یو شمېر بهرنیو سفیرانو په ګډون ترسره شوې وې  ووئيل، اوس، ټول افغانان په افغانستان کې ارام ژوند لري،او زه په بهر کې پر ټولو افغانانو غږ کوم چې افغانستان ته ستانه شي او یو باعزته ژوند وکړي.

په راپور کې وئيل شوي دي، دافغانستان  دحکومت  دطالبانو په خبرپاڼې کې د کوچني اختر لمونځ د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو او یو شمیر بهرنیو سفیرانو په ګډون په سپېدار ماڼۍ کې ادا شو.  

مولوي عبدالکبير د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن د افغانستان مسلمان ملت په پوره خوښۍ او سولې سره لمانځي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه: اوسمهال د افغانانو لپاره د سوله ييز ژوند شرايط برابر دي او په بهر کې له ميشتو افغانانو يې وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.

هغه همدا راز ټینګار کړی،چې حکومت له نړۍ او په تیره بیا له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي،ځکه افغانان له دغو هیوادونو سره دیني، سیاسي او فرهنګي مشترکات لري او د دغو مشترکاتو د پیاوړتیا لپاره اړینه ده.

https://www.avapress.com/ps/news/288598/

captcha