IQNA

له لویو سمندری فرصتونو او ظرفیتونو څخه استفاده دې په هیوادکې په عمومی کلتوربدله شي

14:54 - November 28, 2022
د خبر لمبر: 3486522
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تیرو وختونو کې د ایرانیانو د سمندرکچ کونې مخینو ته په اشارې سره  چې ددنیا نورو سیمو ته د اسلامی او ایراني تمدن او کلتور دمنتقلیدا سبب شوي،ووئيل؛له دغې مخنیې او د ایران په شمال او په تیره بیا په جنوب کې د اوږدو سمندری سواحلو  ته په پام سره ،  په هیواد کې له سمندري فرصتونو څخه د استفادې فرصت له غفلت سره  مخ شوی چې باید د خلکو په عمومی فرهنګ بدل شي.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود او درستو قواؤ لوي قوماندان حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  نن د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک له قوماندان او یو شمیر چارواکو او چاروالو سره په کتنتې کې ټينګار وکړ؛ له سمندري فرصت او ددغه سترې سرچینې له لویو ظرفیَتونو څخه  استفاده  باید دهیواد په عمومی کلتور بدله شي.

په دغې کتنې کې چې نن یعني د لیندۍ یا عقرب د میاشتې اومه نیټه،د ایران د پوځ د سمندری ځواک د ملی ورځې په مناسبت وشوه،حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په سمندري ځواک کې ددرستو دفاعي تجهیزاتو او د هراړخیز پوځي توانمنیو لوړتیا  اوپه لیرې  او نړیوالو سمندري حدودو کې د سمندر کچ کونې په څير  داقداماتو دوام  لازم وباله او  وې وئيل،له حکومت او نورو قواؤ سره د وسلوال ځواک  دارتباط پیاوړتیا به د کارونو له پرمختګ،ملګرتیا اوتفاهمونو سره مرسته وکړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په تیرو وختونو کې دایرانیانو سمندر کچ کونې مخینو  ته په اشارې سره چې د ددنیا  نوروسیمو ته د اسلامی  او ایراني تمدن او کلتور د منتقلیدا سبب شوي،ووئيل؛،له دغې مخینې  او د ایران د شمال په تیره بیاد جنوب د اوږدو سواحلو له شتون سره سره له سمندری فرصتونو څخه د استفادې فرهنګ،له غفلت سره مخ شوی دی او باید دغه چاره د خلکو په عمومي کلتور بدله شي.

د ایران د درستو قواؤ ستر  قوماندان په دې زمینې کې کلتور پراخونه او د یوه اساسی بیخ بینائۍ په توګه له سمندره دعمومي فهم رامینځةکیداضروري  وبلله و وې وئيل؛ په تیرو څو کلونو کې د مکران د سواحلو د پراختیا بحث مطرح شوی او حکومتونو هم ورڅخه هرکلی کړی دی،خو په دې موضوع کې جدي پرمختګ  فرهنګ سازۍ ته اړتیا لري.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي،د ډول ډول سمندری فرصتونو په پيژندګلوۍ کې د پوهونې اوکشفونې پشمول هنري تولیدات اغیزشیندونکي وبلل او وې وئيل، له هنري تولیداتو څخه په استفادې او دهیواد د سمندري پرمختګ د ظرفیّتونو په معرفي کولو سره،هغه که په پوخي برخې کې وي او که په عمراني برخې کې،لهدغه فرصته څخه به استفادې ته دخلکو هڅول زیات شي.

په دغې کتنې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني  هم په مختلفو برخو کې ددغه سټراټژيک ځواک د اقداماتو او پروګرامونو په باب یو مفصل راپور وړاندې کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4103043/%D

captcha