IQNA

قرآن څه وائي/38

هغه څه چې صدقه باطلوي

14:23 - November 28, 2022
د خبر لمبر: 3486521
ایکنا-(تهران)ایماندار کسان باید خپل انفاقونه د منت،احسان اړولو او کړاؤ په خاطر بې اثره نه کړي. قرآن کریم په انفاق کې د ناسمو انګیزو په باب په دوو مثالونو او تشبیهاتو سره ددغه شان  چلند بې ګټه والی او سپيرتوب بریښوي.

یو هغه تر ټولو اخلاقي چلند چې د سالم تفکر  او لیدتوګو په لرونکو کې مطرح دی، له اړمند سره مرسته ده چې ورباندې د  عمل کولو مثالونه ئې په مختلفو ټولنو او ډلو ټپلو کې  وینو. البته همدغه مرستې که لازم شرائط ونه لري  ، نو نه یوازې ټولنیز مثبت آثار نه لري ،بلکې حتی د عمل په ثواب  او په آخرت کې ئې د جایزې  په اړه هم اساسی داغ واردیږی.

قرآن کریم  پّ دې باب ډيرې سپارښتنې لري چې په دې اړه په بقرې سورې په ۲۶۴ایت کې خداوندمتعال فرمائي؛ «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ؛؛ ائ هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی،خپل بخششونه او انفاق په منت او احسان کولو سره ،مه باطلوئ.د هغه چا په شان چې  خپل مال او دولت  خلکو ته د ښودلو لپاره ، انفاق کوي،او په خداي او په قیامت ورځ ایمان نه راوړي،د(هغه کار) د کاڼي  دهغې ټوټې په څير دی چې ورباندې یوازې د خاورو دوړې وي(او ورباندې تخم وپاښل شي) او کله چې ورباندې باران وشي،نو(هغه ټول تخم څخه خاورې  او دوړې پاکې کړي او  (هغه ټوله مځکه له تخم او دوړو پاکه شي) او خداوند متعال د کافرانو ډله نه هدایتوي::

 په تفسیر نمونه کې ټينګار شوی دی چې ایماندار کسان باید خپل انفاق د منت او احسان کولو  په خاطر باطل او بې اثره نه کړي.قرآن کریم په انفاق کې د ناسمو انګیزو په باب  په دوو مثالونو او تشبیهاتو سره دده شان چلند چټیوالی او بې ګټیتوب نندارې ته وړاندې کوي.

؛دا هماغه څوک دي چې خپل مال او دولت خلکو ته د ښودلو لپاره انفاق کوي او په خداي او په قیامت ورځې  ایمان نه راوړي::

ورپسې مثال چې قرآن کریم ئې مطرح کوي، داسې دی ،(دهغه کار) دهغه  خالی کاڼي د ټوټې په شان دی چې  ورباندې (د خاورو نرۍ دوړې پراتې )دي او (ورباندې تخم پاښل شویوي) او که تیز باران ورباندې وشي،(او له تخمونو څخه دخاورو دوړې پاکې کړي) او هغه صاف کړي دوی له هغه کاره چې ئې ترسره ئې کړی دی،هیڅ شی نه ترلاسه کوي.::

 دغه شان ده چې ریاکار عملونه او له منت او سماجته ډک انفاق  له سختو زړونو سرچینه اخلي او خاوندان ئې  ورڅخه هیڅ ګټه نه ترلاسه کوي او خپل ټول تکلیفونه او زحمتونه  ضائع کوي.

captcha