IQNA

د استانبول ځان مرګي حمله

الازهر د بې ګناه عامو خلکو ټارګټ کول ؛فساد فی الارض؛ وبلل

13:59 - November 15, 2022
د خبر لمبر: 3486462
ایکنا-(تهران)د مصر الازهر اسلامی مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د ترکیې د استانبول په تقسیم چوک کې وروستۍترهه ګره حمله محکومه کړې او ټينګار ئې کړی دی،د عامو خلکو په نښه هکول فساد فی الارض او له دیني او انسالني ارزښتونو سره په توپیر کې دی.

ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د مصر الازهر اسلامی مرکز د لړم یا عقرب په دوویشتمه نیټه د ترکیې په استانبول ښار کې ترهه ګره پيښه په سخته محکومه کړه.

د الازهر په اعلامیې کې چې په فیس بوک کې خپره شوې راغلی دی؛ الازهر په دغه سخت مصیبت کې د ترکیې له جمهوریت سره خپل پيوستون اعلانوي او ټينګار کوي چې د عامو خلکو ټارګټ کول فساد فی الارش او له دینی او انساني ارزښتونوسره په توپیر کې دی.الازهر په دغې اعلامیې کې ددغې پیښې په باب د قربانیانو کورنیو او دترکیې ولس ته دزړه له کومې تسلیّت وئيلی دی.

وئيل کیږي، چې په دغې ځان مرګي حملې کې د خبر ترمخابیره کیدا پورې شپږ کسان وژل شوي او څه دپاسه اتیا نور ټپیان شوي دي دغه پيښه زیاترو هیوادونو هم په کلکه غندلې ده، البته د  ترکیې دکورنیو چارو وزارت د امریکا له خواد تسلیّت وئيلو بیان باندې سخت غبرګون ښودلی او وئيلي ئې دي ، چې  همدغه امریکا د  هغوترهه ګرو او  جنایتکارو تر شا ولاړه ده چې دغه شان جنایتونه کوي. د ترکیې کورنیو چارو وزیر وئيلی دي چې ددغه جنایت یوعامل چې د  پی کې کې ډلګۍ غړی دی نیولی ئې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4099430   

captcha