IQNA

پاکستان له صهیونیسټي رژيم سره هیڅکله هم اړیکې نه عادي کوي

16:45 - September 25, 2022
د خبر لمبر: 3486266
ایکنا-(تهران) پاکستان تردې دمه صهیونیسټي رژيم په رسمیّت نه دی پیژندلی او تل ئې ددغه جنایتکار رژيم په وړاندې د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ،داسلام په بهرني سیاست کې یو ټاکونکی اصل بللی دی.

ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنډې کې په خبري کنفرانس کې له صهیونیسټي رژیم سره دهرډول اړیکو عادي کولو سره په مخالفت سره ټینګار وکړ،د فلسطین دموضوع په وړاندې د  پاکستان دریځ په بشپړ ډول واضح دی و هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی.

د پاکستان حکومت له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره د ځینو مرتجعو عربو هیوادونو دهلوځلو په سیوري  کې یو ځل بیا له دغه تیریګر رژيم سره د اړیکو عادي کولوسره مخالفت وکړ.

 پاکستان تردې دمه صهیونیسټي رژيم په رسمیّت نه دی پیژندلی او تل ئې ددغه جنایتکار رژيم په وړاندې د د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ،داسلام په بهرني سیاست کې یو ټاکونکی اصل بللی دی.

بلاؤل بوټو زیاته کړې خارجه وزارت په پنجشنبې ورځې هم  په یوې اعلامیې کې  له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو دعادي کولو تورونه رد کړي دي او دغه شان موضوعګانې د پآکستان  له حکومت سره هیڅ ارتباط نه لري.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i121466

captcha