IQNA

ملګری ملتونه دې له اسلامه ویرونکي پروژې سره دمبارزې ځانګړی استازی منصوب کړي

8:26 - September 21, 2022
د خبر لمبر: 3486253
ایکنا-(تهران)داسلامی ملګرتیا موسیسې په یوې اعلامیې کې؛له اسلامه دویرولو له پروسې سره دمبارزې لپاره د ملګروملتود سرمنشي د ځانګړي استازي پرمنصوبیدا ټينګاروکړ.

ایکناخبری آژانس د القدس العربی له قوله راپور راکړ،دپاکستان خارجه وزیر او داسلامی ملګرتیا موسیسې دخارجه وزیرانو دشورا مشر بلاؤل بوټو زرداری ووئيل، له انتونیو ګوتریش سره ئې په تماس کې له اسلامه  ویرونکي هغې پروسې سره د مبارزې لپاره چې په درستې نړۍ په تیره بیا په اروپا کې د خبرداری ورکونکي سوئې ته رسیدلې ده ،لږترلږه یو غوره شخصیّت د ځانګړي نماینده په توګه د منصوبولو غوښته کړې ده.

د پاکستان خارجه وزیر  داسلامي ملګرتیا د شورا په ناستې کې ووئيل،تر ټولو اندیښمنونکی شی دا دی چې له اسلامه ویرونه ،هماغه راز په اروپا کې په سیاسی ډګرونو کې ډيره په زیاتیدا ده چې په نهایت کې  له اسلامه د ویرونې د پروسې د سسټماټيک کیدا سبب کیږي.

دملګروملتو  عمومي اسبملس تیر کال پخپلې شپږاویایمې غونډې کې د اسلامی ملګرتیا دموسیسې د غړو هیوادونو په نمایندګۍ د پاکستان په وسیله  وړاندې کړائ شوی پریکړه لیک تصویب کړی ؤ چې په اساس ئې هر کال د مارچ په پنځلسمه نیټه له اسلامه ویرونکی پروسې سره دمبارزې نړیوالې ورځې په توګه ونومول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4086920/%D9%86%

captcha