IQNA

په مصر کښې کوچنی عبدالباسط راڅرګند شوی دی

15:40 - May 21, 2022
د خبر لمبر: 3485817
تهران (ایکنا) د استاد عبدالباسط عبدالصمد په روده د قران کریم په تلاوت کښې د مصر

 د یوه نهه کلن ماشوم استعداد د هغه د شهرت سبب شوی دی .

ایکنا خبري اژانس د الوان په قول وویل عمر علي یا د هغه د پلویانو په قول کوچني عبدالباسط له ماشومتوبه د قران کریم د تلاوت له اوریدو سره دلچسپي لرله او کله چې ژړیدا نو د قران له اوریدو پرته بل شي هغه نشو غلی کولای .

یو علمي تحقیق وايي هغه غږونه چې ماشوم یې د مور په خیټه کښې د مور د امیندوارۍ په وخت اوري سبب کیږي چې په راتلونکي کښې له هماغو غږونو سره مینه ولري ځکه چې دغه اوازونه پیژندي .

د مصر د دغه ماشوم مور د امیندوارې په وخت د قران کریم د لوستلو شوق درلود .

د مصر د دغه ماشوم پلار وویل په ماشومتوب کښې چې زما زوی کله ژړیدا نو د قران کریم تلاوت مې ورته اوروه او هغه ارامه کیده او د قران کریم تلاوت به یې په عجیبه ډول اوریده .

د مصر د دغه ماشوم پلار وویل په اوه کلنۍ مې پام شو چې زما زوی د قران کریم له تلاوت او د قران له حفظ کولو سره دلچسپي لري او مونږ غوښتل هغه خصوصي مدرسې ته واستوو خو زوي مې  ټینګار درلود چې ما الازهر پوهنتون ته بوځئ او کله مې چې د علت پوښتنه وکړه ، ویې ویل زه غواړم قران کریم حفظ کړم .

د مصر د دغه ماشوم عمر علي پلار په لومړیو کښې په دې خبره چې زوی یې ځانګړی غږ او د عبدالباسط عبدالصمد په شان طلايي خنجره درلودله حیرانه شو او په همدې دلیل مور یې په کم عمر کښې له هغه سره مرسته وکړه چې هغه قران کریم حفظ کړي په دې ډول چې په یوه کال کښې یې د قران کریم کابو شپاړس جزونه حفظ کړل او نهه شوی نه و چې ټول قران مجید یې حفظ کړ .

4058494

بچوې: قرآن ، مصر ، تلاوت
captcha