IQNA

مصر کښې د قران د کاتبې انجلۍ درنښت وشو

16:40 - May 20, 2022
د خبر لمبر: 3485814
تهران(ایکنا)- د مصر د الازهر پوهنتون یوه محصیله انجلۍ چې قران یې هم حفظ کړی دی

وتوانیدله د لومړي ځل لپاره قران کریم په څلورنیمو میاشتو کښې ولیکي.
د مصر د الازهر پوهنتون مسئولینو
په یو لړ مراسمو کښې د دغه محصیلې انجلۍ قدرونه وکړه.
ایکنا خبري اژانس د امر خالد په قول وویل د مصر د الازهر پوهنتون د تعلیم او تربیت پوهنځي فارغ التحصیلې میرمن هاجر عبدالرئوف عبدالحلیم چې د دغه پوهنتون محصیله ده ، د مصر لومړنۍ انجلۍ ده چې په لاس سره یې قران ولیکه .
هغې وویل دا داسې ارزوه وه چې هغې له مودو مودو راهسې او له هغه وخته چې ټول قران یې حفظ کړ په خپل زړه کښې لرله.
هغې په یوې ټیلي ویژني مرکې کښې وویل: د قران لیکلو هدف دا دی چې د ټولنې د انجلیو لپاره اغیرشیندونکي او د هغوې لپاره یوه بیلګه ووسم او دغه کار مې یوازې د خدای متعال د رضایت او په اخرت (داسې ورځ چې ژبه او لاسونه په هغوې ګواهي ورکوي) کښې د ثواب د ترلاسه کولو لپاره ترسره کړی دی .
د مصر دغه انجلۍ وویل د دغه کار فضلیت زمونږ پروردیګار او ورپسې زما پلار ته ورګرځي چې ستر رول یې درلود او په دغه کار یې نظارت او څارنه کوله او زما لیکل یې لوستل .

4058159

captcha