، وویل له پوځي او عاطفي چلند څخه زیات د تفکر او د عقلاني چلند دی چې سرزوری تفکر اصلاح شي ؛ له سرزوري تفکر سره پوځي چلندونه کافي ځواب ویونکي نه دي .
د کوچني اختر د میاشتې نهمه (۹) نیټه په عربستان کښې د بقیع قبرستان د ورانولو له کلیزې سره سمون خوري .
د بقیع هدیرې په کلي ډول د ورانولو پیښه یوځل په اتلس سوه شپږم(۱۸۰۶) میلادي کال کښې او یوځل بیا په نولس سوه شپږویشتم (۱۹۲۶) میلادي کال کښې یعني د دیارلس سوه پینځم(۱۳۰۵) هجري لمریز کال د وري د میاشتې په یودیرشمه(۳۱) نیټه وشوه .
داسې ستر اسلامي او نړیوال میراث چې د سرزوري تفکر د ملاتړو د قدرت په پیاوړتیا او د اسلام په نوم سره وران شو او هغه غارت شو .
هغه وخت چې وهابیت په سعودي عربستان باندې واکمن شو په عربستان کښې د حضرت عبدالمطلب علیه السلام ، بي بي خدیجه سلام الله علیها د قبر ګونبسې ، د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها زیږنځایونه او د پیغمبر اکرم حضرت رسول اکرم پټ عبادت ځای او د بي بي خوا او د نورو کسانو قبرونه وران کړې شول او هغوې بیا مدینې ته لاړل او د نبوي منوره ګونبسې یې په توپونو وویشتله او یوازې د اسلامي هیوادونو د جنګ او د ګواښ اعلانول وو چې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د قبر د ړنګیدا مخه یې ونیوله .
وهابیانو د څلورو (۴) معصومو امامانو قبرونه ړنګ کړل او ټولې ارزښمنې ډالۍ او ګنجینې یې چې ډیر د پام تاریخي او مادي ارزښت یې درلود چورتالان کړې .
د حضرت امام حسین علیه السلام د قبر ورانول ، د عراق په سامرا کښې د امام عسکري علیه السلام په حرم کښې بیا بیا بم چاودنو ، د ایران په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام په حرم کښې بم چاودنه ، په سوریې کښې د حضرت امام علي علیه السلام د یوه اصحاب حجر بن عدی وغیره وغیره د قبرونو ورانول داسې غمیزې دي چې په نړۍ کښې هماغه د وهابیت د تفکر په دوام کښې ترسره شوي دي خو اسلامي نړۍ باید له دغو پیښو کوم درسونه واخلي ؟
د ایران د حج او د زیارت د څیړنځای د تحقیقاتو د بقیع مرکز مدیر او د بقیع د کنګرې د سیکټریټریت مسوول حجت الاسلام محمد سعید نجاتي له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د نړۍ مسلمانان باید د بقیع قبرستان د ړنګولو له غمیزې درس واخلي وویل باید داسې تصور ونکړو چې په تاریخ کښې د بقیع هدیرې ورانول ترسره شوي دي او هغه ختم شوي دي . په ایران کښې داعش ډله وتوانیدله د مذهبي ځایونو په ړنګولو لاس پورې کړي او د افریقا په شمال ، عراق او سوریې وغیره کښې یې په سلګونو سپیڅلي مزارونه ړنګ کړل .
هغه وویل داعش ډله سرزوری تفکر لري چې بنسټ یې له مسلمان سره د بل مسلمان جنګول او په افغانستان ، پاکستان وغیره کښې اوس هم په دغه تفکر سره د مسلمانانو د وژلو په حال کښې ده .
په همدې اړه علامه شرف الدین په یوې اعلامیې کښې چې دبقیع هدیرې د ړنګولو لپاره یې صادره کړه ټولو مسلمانانو ته خبرداری ورکړ که چیرې له اسلامي ټولنې څخه د سرطان دغه جرړه وچه نشي بیا به هم د خلکو وینې تویې شي او جنایتونه به دوام ولري .
حجت الاسلام نجاتي په پاې کښې وویل له داعش ډلې سره پوځي چلند او د حرم د دفاع کونکو هڅه په یووخت کښې ضروري وه خو له پوځي او عاطفي چلند څخه زیات عقلاني او د تفکر چلندضروري دی چې سرزوری تفکر اصلاح شي ؛له سرزوري تفکر سره پوځي چلندونه کافي ځواب ویونکي نه دي .تخریب د خبرو اترو په مقابل کښې ولاړ دی او د بقیع هدیرې د ړنګولو بنسټ د نورو خلکو د عقیدې بې احترامۍ ده .
4055967