IQNA

په مصنوعي هوش سره د حرمیّن شریفین شاوخوا پراخول کیږي

20:38 - August 03, 2021
د خبر لمبر: 3484488
تهران(ایکنا) -دعربستان د حرمیّن شریفیّن دچارو ادارې د مصنوعي هوش په مرستې سره د دغې ادارې په تاریخ کې د پراختیا د تر ټولو سترې پروژې د اعلانولو خبر ورکړی دی .

ایکناخبري آژانس دسپوټنیک خبری آژانس د عربی برخې له قوله راپور راکړ، د عربستان د حرمیّن شریفین د چارو ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،ډير زر به د دغې ادارې په تاریخ کې د پراختیا ترټولو ستره پروژه افتتاح شي .

د حرمین شریفیّن دچارو د ادارې مشر شیخ عبدالرحمن السدیس په دغې خبرتیا کې چې پرون خپره شوي ، روښآنه کړې ده ، دغه پروژه چې هغه ستره غافلګیر کونکي پروژه بللې ، دحرمیّن شریفین د چارو د ادارې د تاسیس له وخت راهسې تر دې دمه ددغې ټولګې د اداري جوړښت د پراختیا لپاره تر ټولو ستره اوجامعه پروژه د ه .

تیر کال د حج په مراسمو کې له اطلاع رسونې سره داړونده برخو او د اطل ا عیو او خبرتیاؤ د مدیریّت او دخپریدا لپاره د الیکټرانیک جوړښت د پام وړ بریالیتوب شاهدان وو . روان کال حج یوازې د اسلامی هیوادونو له خوا له ډیرو اعتراضونو سره سره د عربستان د شپیته زره حاجیانو په شتون سره او او کرونائي بحران دمخنیوي په خاطر د روغتیائي چارو له سختو تدبیرونو په رعایتولو سره ترسره شو .

https://iqna.ir/fa/news/3988087

captcha