ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، په تیرې یوې لسیزې کې د ټوریزم له صنعت سره دیوې اړونده حوزې په توګه حلال یا اسلامی ټوریزم، سوکه سوکه دخپل ځاي په پراخولو دی . د ټوریزم د صنعتګرۍ ددغې برخې لوړ ظرفیّت ، د مسلمانانو پر آبادۍ تمرکز په دلیل دی او داسې ښکاري چې په راتلونکو کلونو کې لازیاته وده تجروبه کړي .
د دوبئ په شان په امیر میشته ښار کې هټلونه ، د نړیوالو سټنډرډونو په اساس په روتبو ویشل شوي دي ،خو په متحده عربی اماراتو کې ډیری مرکزونه او د هستوګنې ځایونه له اسلامی شریعت سره د مناسبو امکاناتو لرونکي دي . د شرابو په پيرپلور او مصرف کونې کې محدودیّتونه او په میټرو کې د میرمنو د ډبو مخصوص کول ، هغه اقدامات دي چې په متحده عربی اماراتو کې د حلال ټوریزم دپراختیا لپاره ترسره شوي دي .
ددغه لوړ پوټینشل په دلیل ، اسلامی هیوادونو اوحتی غیر اسلامی هیوادونو د هغو مسلمانو ټوریسټو یا سیلانیانو دجذبولو لپاره چې د شریعت قوانینو ته پابنده دي ، پراخې پانګونې کړي دي . په دغو پانګونو کې له پراخو فیزیکي بدلونونو رانیولې په ټوریستي ځایونو کې تر قوانیو وضع کولو پورې برخې پکې شاملیږي .
دنړۍ په دینونو کې مسلمانان دنفوسو تر ټولو چټکه وده لري . په دغې ودې سره له اسلامی اصولو په اساس دخدماتو او محصولاتو لپاره غوښتنې هم زیاتیږي . له بل پلوه د مسلمانانو دځوانونفوس او عایداتو زیاتیدا، په مسلمانانو کې د مسافرت او سیّل لپاره دغوښتنې دزیاتیدا په معنا ده .
د سیل یا ټوریزم په اړه بیلایبل هیوادونه په تیره اسلامی هیوادونه هڅه کوي څو په دې اړ ه د لازیاتو مسلمانو سیلانیانو غوښتنې پوره کړي .
په اسلامی هیوادونو کې ملایشیا او انډونیشا هیوادونو هم هڅه کړې ده ، چې ځان په جنوب ختیځې آسیا سیمې کې لږ ترلږه دحلال ټوریزم داصلي مقصد پّ تعوګه مطرح کړي ، پر دغو دوو اسلامی هیوادونو سربیره د برونائي ، ویتنام او تایلینډ په څير هیوادونو هم د حلال ټوریزم په حوزې کې د پانګونې او روزنې ته مخه کړې ده .، خو د ټوریزم او حلال ټوریزم په حوزې کې تر ټولو بریالی سالامی هیواد په ختیځې آسیا کې نه ،بلکې د فارس خلیج په څنډې کې متحده عربی اماراتو هیواد دی