ایکنا خبری اژانس راپور راکړ، په وروستیو کلونو کې او له پرمختللو ټيکنالوجیو سره په یووخت د اسلامی مالی تامینیدا حوزه ، نه یوازې په اسالمی هیوادونو کې وبلکې پهغیر اسلامی هیوادونو کې هم او د په دغو هیوادونو کې د مسلمانو لږکیو له خوا له ښه هرکلي سره مخ شوې ده .
دا چاره لامل شوې چې ډیری کارپيژاندي او شناندي دا عقیده ولرل شي ، چې داسلامی مالی تامینیدا نظام به سوکه سوکه د لویدیځي هیوادونو پشمول په ډيرو هیوادونو کې ددودیزو بانکي سسټمونو لپاره په یوه سیال نظام بدل شي .
له بل پلوه د دغه اقتصادي نظام اخلاقي شونه لامل شوې ده چې هغه غیر مسلمان خلک هم چې په غیر اخلاقي حوزو کې د خپلو شتمنیو او پانګو د نه لګولو غوښتونکي دي ، د اسلامی مالی تامینیدا د نظام ګاهکان شي .
دغه دلیلونه لامل شوي دي، چې دملایشیا په څير په اسلامی هیوادونو کې چې داسلامی مالی تامینیدا په حوزې کې پراخې پانګونې کوي ،د اسلامی اصولو د مالی تامین د نظام دکمزورو او پیاوړو ټکو ا دچیلنجونو دارزونې لپاره یو شمیر څیړنیزې موسیسې سسټماټیکې کړي .