IQNA

حج، بې له برائته حج نه دی

15:55 - July 23, 2021
د خبر لمبر: 3484454
تهران(ایکنا) - امام خمیني(رح) فرمایلي چې حج، بې له برائته حج نه دی ځکه چې د اسلام تعاملي روح دیني همپالنه او د اسلام له دښمنانو بیزاري ده.

د ایراني حاجیانو سرپرست په حج کښې له مشرکانو د برائت مسئلې ته د مقدس جمهوري اسلامي نظام ځانګړې پاملرنې ته په اشارې سره وویل: امام خمیني(رح) فرمایلي چې حج، بې له برائته حج نه دی ځکه چې د اسلام تعاملي روح دیني همپالنه او د اسلام له دښمنانو بیزاري ده.

د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه نماینده حجت‌الاسلام و المسلمین سید عبدالفتاح نواب د (حج، اسلامي نړۍ او چیلنجونه او لارې چارې) ترعنوان لاندې نړیواله غونډه کښې چې په آنلاین بڼه جوړه شوه، تولّی او تبرّا د اسلام د سپيڅلې دین ستر ارکان وبلل.

هغه وویل: حج یو ډیر لوړ مقام دی  او له دښمنانو څخه د کرکې او بیزارۍ غږ باید چې هلته پورته شي.

parstoday

 

captcha