د امریکادجارجیا ایالت د قرآن آنلاین اکاډمي(Quran Schooling) یوازې د امریکا دغه ایالت ته محدوده نه ده ، بلکې په ځينو نورو لویدیځي هیوادونو کې هم څانګې لري .
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، د ا مریکا په جارجیا ایالت کې د قرآن د تبلیغ کونې یوه تر ټولو ستره اکاډمي(Quran Schooling)نومې اکاډمۍ ده چې په درستو لویدیځي هیوادونو کې توانیدلې ده ، د قرآن دمفهمونو په درک ، زده کونې او لوستنې په حوزو کې په ښه ډول عمل وکړي .
د قرآنی چارو دغه اکاډمي په ۲۰۱۹کال کې د امریکا د جارجیا ایالت په آټلانټا ښار کې دانیال یوسف په نامه یوه مسلمان تاسیس کړې ده .
Quran Schooling اکاډمي پر امریکا سربیره په ځینو نورو لویدیځي هیوادونو په تیره بیا په بریتانیا کې هم دفتر لري . په عین حال کې دغه قرآنی اکاډمي جغرافیائي پولو پورې محدوده نه ده او له قرآني مفهمونو سره ګروهنه لرونکي او زده کونکي په ډيرو لږو لګښتونو سره په آنلاین بڼه د ښونې او روزنې له تجروبه کارو استاذانو قرآن کریم زده کولی شي .
Quran Schooling اکاډمۍ دقرآن د زده کونې په مختلفو دورو کې یو لړ پلانونې کړي ، چې د ماشومانو په زده کړو ئې لازیاته توجه کړې ده او مور پلار په هر یوه پړاؤ کې د خپلو بچیانو د خوښې وړ برخې ټاکلی شي .
Quran Schooling اکاډمي د خپلو استازانو په ټاکلو کې ډير زیات احتیاط کوي ، پر دې سربیره ، که مور پلار د یوه استاد په کړچار راضي نه وي ،نو دوی اکاډمۍ ته د معلم په باب خپل نظر وړاندې کولی او د خپلې خوښې وړ معلم اکاډمۍ ته معرفي کولی شي څو په قرآنی چارو کې د استاد د تدریس د صلاحیّت له تائيدیدا وروسته ، هغه ماشوم ته دتدریس او زده کړې په ښه توګه وړاندې کړي
Quran Schooling اکاډمي په ویب پاڼې کې هم خپل درست درسونه خوندی ساتي او که کوم زده کونکی له آنلاین درسه پاتې شي ، نو بیا وروسته هم کولی شي ، له ویب پاڼې څخه خپل پاتې درسونه بشبړ کړي.