IQNA

د امریکا ولسمشر ټرمپ له خبري غونډې وتښتېده

0:32 - August 12, 2020
د خبر لمبر: 3483498
تهران (ایکنا) - نوموړي د پېښې په تړاو وويل:ساتونکو مې پر يوه مشکوک کس ډزې وکړې، حالت تر کنټرول لاندې دی.
د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه مهال له يوې خبري غونډې وتښتېد چې کنفرانس ته نږدې ډزې وشوې.
خو نهه دقيقې وروسته ټرمپ بېرته غونډې ته راستون شو او د کرونا پر وړاندې د مبارزې برخه کې يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
نوموړي د پېښې په تړاو وويل:ساتونکو مې پر يوه مشکوک کس ډزې وکړې، حالت تر کنټرول لاندې دی.
وروسته د امريکا د پټو خدماتو ادارې پر ټوېټر وويل، د سپينې ماڼۍ ديوال ته نږدې ډزې وشوې او په پايله کې يې د دې ادارې يو کارکوونکی او بل نارينه ټپيان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
دغه راز دې ادارې ويلي، د سپينې ماڼۍ انګړ ته څوک نه دي دننه شوي او د دې ماڼۍ کارکوونکو ته هم زیان نه دی اوښتی.
 تهران راډیو
captcha