د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د بیروت بندر د چاودنې په غمیزې پسې په خپل پیغام کی فرمایلی دي ، د بیروت بندر د چاږدنې په دردناکه غمیزه کې چی د ګڼ شمیرخلکو د مرګ ژوبلې او د ډیرو زیاتو تاوانونه سبب شوی ده ، له ګرانو لبنانی ښاریزو سره خواخوږي څرګندو او د هغو په څنګ کې ولاړ یو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دغه پیغام په دوام کې ټینګار کړی دی د دغې پیښې په وړاندې صبر به د لبنان له ویاړونو زرینه پاڼه وی .
په بیروت بندر کې د پټاخو په یوه ډپو کې په پراخې اورلګیدنې پسې هلته نږدې د امونیم نایټریټ په ډپوګانو کې سخته چاودنه وشوه چی د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس تراوسه پکې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان مړه او څه د پاسه څلور زره هم ژوبل شوی دي .