ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې له پاکستان سره د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان د تفتان او میرجاوه سرحد نن سبا د حسیني اربعین د ګڼ شمېر زیارتوالو کوربه دی، کوم چې په حسیني اربعین لاریون کې د ګډون لپاره ځانونه چمتو کوي.
د پاکستان زیارتوالو په سلو بسونو کې ځانونه د تفتان او میرجاوه سرحد ته رسولي دي، چې د ایران د حکومت په غږملتیا او د عراق د ویزو په ترلاسه کولو سره د کربلا په لور د حسیني اربعین په ستر لاریون کې ګډون وکړي.
د میرجاوه سرحد ته د رسېدا لپاره له اوږدې لارې او بیا په عراق کې د حسیني اربعین د لارې له کچ کولو وروسته، د پاکستان زیارتوال په ډېرې مینې او ولولې سره کربلا ته د رسېدا لپاره شېبې شمېري.