IQNA

د هند لومړی وزیر د مذهبي تاوتریخوالو په اړه بې تفاوته دی

8:26 - August 12, 2023
د خبر لمبر: 3487776
ایکنا – (هند) د برتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه مقاله کې د دې په بیان سره چې د هند لومړی وزیر په خپل هېواد کې د مذهبي تاوتریخوالو په اړه بې تفاوته دی، د هغه له دې کار سره پر چلند یې ټینګار کړی دی.

ایکنا د الجزیرې په حواله راپور ورکوي چې، ګارډین انګلیسي ورځپاڼې په هند کې د مذهبي تاوتریخوالي په اړه په یوه مقاله کې ټینګار کړی، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په دې هېواد کې د مذهبي تاوتریخوالو له پامه غورځولو سره اوږده سابقه لري، له دې امله باید د خپل د دې پالیسۍ پایلو سره مخ شي.

د ګارډین د مقالې لیکواله پریا شرما چې د بشري حقونو فعاله ده، په خپله مقاله کې د هند په شمال ختیځ او د مانیپور په ایالت کې پر جنایتونو تمرکز او ټینګار یې کړی چې د هند لومړی وزیر باید دې ډول ستونزو ته د حل لاره برابره کړي. ، نه  دا چې پخپله د ستونزې یوه برخه وي.

لیکواله ټینګار کوي چې نریندرا مودي په تېرو درېیو میاشتو کې د مانیپور په لیرې پرتو کلیو کې د وژنو په اړه سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې دغو تاوتریخوالو تر ۵۰ زرو زیات کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي او لږ تر لږه ۱۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاتوي: د دغو تاوتریخوالو رېښې په تېرو لسیزو کې پیاوړې شوې دي. هغه څه چې په مانیپور کې پېښ شوي، یوازې یوه بېلګه ده، ځکه چې په هند کې د مذهبي اکثریت د منلو پر ضد سیاسي ځواکونه، قومي اختلافاتو ته لمن وهي او د هغو کسانو پر وړاندې د جنګ او جګړې په لټه کې دي، چې د هندوانو له عقیدې پرته نورې مذهبي عقیدې لري.

https://iqna.ir/fa/news/4161674

captcha