IQNA

د روسیې د ولسمشر له قرآني اقدام څخه الازهر قدرونه او ستاینه کړې(فیلم)

7:15 - July 01, 2023
د خبر لمبر: 3487556
ایکنا-(قاهره) د مصر الازهر  په یوې اعلامیې کې قرآن کریم ته داحترام په سترګه  په  کتو او د قرآن په غیږې کې په  اخستو کې د  روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  داقدام ستاینه او قدرونه وکړه.

ایکنا د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، دغه اسلامی اورګان په اعلامیې کې  وئيلي دي، الازهر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  ددغه میړني اوشجاعانه  دریځ چې قرآن کریم ئې په غیږې کې اخستی  او د مسلمانانو دمقدساتو دفاع ئې  کړې ده  او اسلام ته ئې خپل  احترام ښودلې د قدر او ستاینه ئې کوي.

داپه داسې حال کې دي چې د روسیې ولسمشر پوتین  چې  دروسیې په دربند ښار کې ئې د قرآن کریم یوه ډالۍ ترلاسه کړې ده ،د قرآن کریم سوځول ئې په سخته محکوم کړي او د مسلمانانو له دغه مقدس کتاب سره ئې دغه چلند جرم بللی دی.

د روسیې ولسمشر  په دربند ښار کې د جمعې  او جماعت له جوماته د کتنې په وخت ووئیل، د روسیې ستر پادري تل مونږ ته ډاډ راکوي چې  مسلمانان د مونږ وروڼه دي او   دا دمونږ په باب هم صدق کوي.

هغه زیاته کړې ده  دغه  چاره د خلکو وحدت او یووالی زیاتوي ، دمونږ هیواد  دڅو ملیّتونو او مختلفو فرقو ،البته  یو متحد ولس دی . دغه الهي کتاب  دی او د  مسلمانانو لپاره ډير مقدس دی  او دنورو لپاره هم مقدس دی ،موږ پوهیږو چې په ځينو هیوادونو کې مختلف او توپیري چلند کوي او له هغو ځيني  د خلکو مذهبی احساساتو ته احترام نه کوي او وائي  چې دا جرم نه دی.

 هغه ووئيل،  دمونږ په هیواد کې دقرآن سوځول جرم حسابیږی او  د اساسی قانون د مادو په اساس  جرم دی  او مونږ تل دغو قوانینو ته پابنده یوو.

داپه داسې حال کې دي چې په سویډ کې د تیرې چارشنبې په ورځې او د قرباني داختر دچټئ په لومړئ ورځې یو افراط پال  د سټاکهم  د ترټولو لوي جومات په وړاندې  دقرآن کریم د نسخې په سوځولو سره د اسلامی نړۍ زړونه دردولي  او خپل سپک او ځيږ هویّت ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4151372 

captcha