ایکنا د الیوم السباع له قوله راپور راکړ،شیخ الازهر الشریف د کب دمیاشتې په اولسمه نیټه د ارمنستان له خارجه وزیرآرارات میرزویان او ورسره رسمي پلاوي سره په کتنې کې چې د مصر قاهرې ته په سفر تللی ،کتنه کړې او د دینی چارو اوکلتور د دودولو لپاره ئې د علمی او کلتوی ملګرتیاؤ لارې چارې ارزولي دي.
دارمنستان خارجه وزیر هم پخپل وار په ارمنستان کې د اساسی حقوقو او اصولو په توګه د دینی زغم او روادارئ،ددینو په احترام او د عبادت په آزادۍ دخپل هیواد په اعتقاد باندې ټينګار وکړ او وې وئيل، ارمنستان د الازهر له تجروبو او د دینو د پيروکارو په خبرواترو کې د هغو له اوږدې مخینې د استفادې غوښتونکی دی.
د ارمنستان خارجه وزیر په دغې کتنې کې دې ته په اشارې سره چې هیواد ئې د قرآن کریم او د اسلامی تاریخي خطي نسخې چې ډيرې کمې پيدا کیږي او لاس لیکلي نسخې دي ،لری ئې؛ شیخ الازهر ته وړاندیز وکړڅو الازهر ددغو خطي نسخو د نندارې لپاره د دایمی نندارتو کوربه شي، چې شیخ الازهر هم ددغه وړاندیز هرکلی وکړ او هغه ددغه وړاندیز د لازر اجرا لپاره د الازهر پر چمتووالی ټينګار وکړ.