ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت له بندیزونو او خنډونو سره سره، د افغان زده کوونکو په ګډون چې د بهرنیو وګړو ډېری برخه جوړوي، د کډوال زده کوونکو لپاره د زده کړې او روزنې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې مساوي شرایط برابر کړي دي.
په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز، د راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې نړیوالو مؤسسو په تېرو دوو کلونو کې په ایران کې د افغان زده کوونکو د زده کړې له ۳،۹ سلنه څخه کم لګښت ورکړی دی او د ایران اسلامي جمهوریت د افغان زده کوونکو د زده کړو ۹۶،۱ سلنه لګښتونه په غاړه اخیستي دي.
د ایران د پوهنې وزارت د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې، په دغه راپور کې راغلي چې د دغو مؤسسو لپاره اړینه ده، چې په ایران کې د مېشتو افغانانو زده کوونکو لپاره د عامه زده کړو کیفیت او کمیت ته ډېره پاملرنه وکړي او د ښوونځیو د جوړولو او چلولو لګښتونو د زیاتوالي په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي.