ایکناخبری آژانس د ټي ارټي عربی له قوله راپور راکړ،دهندوستان د کورنیو چارو زوارت دغه اعلامیه له دې یواې څو ساعته وروسته خپروه شوه چې د هند دښارونو او هستوګنې د چارو زویر ووئيل،د روهینګیا درست کډوال په کیرولا سیمې کې وادنیو ته منتقلیږي.
دهندوستان دکورنیو چارو وزارت پخپلې اعلامیې کې دروهینګیا مسلمان پناه غواړي غیر قانوني بهرنیان بللي چې له دې مخکې ئې پر ویستلو او خپل هیواد ته پر ستنیدا ټينګار شوی دی.
دغه اعلامیه د ښارونو دچارو د وزیر په څرګندونو په اعتراض کې صادره شوي او ټينګار ئې کړی دی، په نوي ډيلی کې په واقع کیرولا سیمې کې د روهینګیائي کډوالو دهستوګنې دتامینولولپاره هیڅ پروګرام نه دی وړاندې شوی . په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي غیر قانوني بهرني وګړي به له هیواده ویستنې پورې په بندونو کې وساتل شي. البته هندي حکومت د اوسنیو زندانونو ځاي نه دی اعلان کړی .
په هندوستان کې کابو څلویښت زره روهینګیائي مسلمان پناه غواړي ژوند کوي،چې یوازې دوه زره کسانو څخه د ملګروملتو د کډوالو په لوړې کمیشنرۍ کې نامې ثبت شوي دي.