ایکناخبری آژانس د نون پریس له قوله راپور راکړ ، هندوستان په کرناټک صوبې کې لوړې محکمې ، دکب په ۲۴نیټه ددغې صوبې د ښونځیو او پوهنتونونو په کلاسونو کې د حجاب او سکارف ممنوعیّت تائيد کړ، یوه داسې فیصله چې د څارونکو په تعبیرسوکه سوکه به ددغه هیواد دنورو صوبو لپاره چې د مسلمانانو ستر لږکی لري ، په نظر کې ونیول شي .
ددغې صوبې په ښونځيو او پوهنتونونو کې د مسلمانو سترمنو محصیلینو اوزده کونکو د پوښښ لپاره اعمال شوی ممنوعیّت د محصیلونو او دهغو د مور پلار او کورنیو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی .
د هند به جنوب کې د کرناټک صوبې اعلی وزیر آراګا ګنندرا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغه فیصله له ښونې څخه ددین د لیرې ساتلو د ضرورت په دلیل شوې ده .
د افراطی هندوانو دغه فیصله د مسلمانانو له پراخ مخالفت سره روبرو شوې ، ځکه زده کونکې اوس په ستر او حجاب سره ښونځیو ته نشی تللی او هره ورځ د ښونځیو اوپوهنتونونو په وړاندې پرلتۍ وهي .
https://iqna.ir/fa/news/4043480