ایکناخبری آژانس د املصری الیوم له قوله راپور راکړ ، د سید سالم البیلی ابوغنام جومات په مصر کې د جوړونې او پلانونې له نظره یو تر ټولو پرتمین او په زړه پورې جومات دی، چې ددغه هیواد په کفرالشیخ صوبې کې په بیلا ښار کې واقع دی .
سره له دې چې دابوغنام جومات د ودانۍ وضعیَت باندې پام نه دی شوی او د ړنګیدو په درشل کې دی ،خو دمصر د کفر الشیخ صوبې ډيری اوسیدونکي هماغه راز په دغه جومات کې لمونځ قایموي او دلته لمونځ ادا کول دخپل ژوند د برکت سبب ګڼي او ددغه جومات نامه ئې هم د جامع جومات کیښودلې ده .. ددغه جومات نعمت د کفرالشیخ ډیری اوسیدونکي په دغه مقدس ځاي کې د لمونځ قایمولو ته لیواله کوي او د معنوي موقعیّت په دلیل ئې د جومات دد پاسه جامع جومات نامه هم لیکلې ده .