قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «لیبانون فایلز» ویبپاڼی نه په نقل، د بیروت «الزیدانیه» سیمه کې د قرآن خدمت کوونکې مرکز کې د قرآن زدکړی نه فارغ نجلۍ او هلکانو د تحصیل نه فارغ کېدو او د ټول قرآن حفظ سره د تلاوت لسګونی طریقو باندی زدکولو سره پیل شو.
دا مراسم د لبنان مقر دارالفتوای کې د دغه هیواد ستر مفتی شیخ عبداللطیف دریان او د یو شمیر عالمانو او قرآن حافظانو شتون سره پیل شو.
هغه زیاته کړه: همدارنګه د لبنان مشر قاریان په دې هیواد کې او د عربی او اسلامی هیوادونو قرآن حفظ او تلاوت مقابلو داوری کې فعال او موثر نقش لری.
دریان ادامه کې د قرآن کریم د مسلمانانو ړومبۍ اساسی قانون او د اسلامی قانون اصلی سرچینه وټاکله او وویل: د قرآن کریم ړومبۍ نازل شوی آیتونه خلک علم او معرفت ته تشویق کوی او هم له دی کبله، ړومبنی او بهترین علمونه، د قرآن سره تړلی علمونه لکه قرآن حفظ، قرائت، تفسیر او فقه دی.
په دې مراسمو کې د بیروت شیخ القراء (مشرقاری) شیخ محمد عکاوی هم تقریر وکړو او د قرآن حفظ او تلاوت چې د ژوند رڼا ده باندې تاکید وکړو، او د بیروت الزیدانیه سیمه کې د قرآن خدمتونه او فعالیت کوونکې مرکز په اړخه خبری وکړی.
د مراسمو په اخیره کې شیخ عبداللطیف دریان او شیخ محمد عکاوی، اجازه لیک(د اهل سنت ترمنځه د قرآنی منختلیک) او د لمانځلو لوح د تحصیل نه فارغ کسانو ته ورکړو، په دی مراسمو کې قرآن زدکوونکو د قرآن تلاوت لسیزه قرائت سره وړاندی کړو.
http://iqna.ir/fa/News/3461072